چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / قبايل / د يوې ترهګرې ډلې (جېش محمد )مشر په کشمير کې وژل شوی

د يوې ترهګرې ډلې (جېش محمد )مشر په کشمير کې وژل شوی

د هند امنيتي ځواکونو د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د جېش محمد ډلې مشر عمر خالد په جېو کشمير کې له منځه وړی دی.

دغې تروريستي ډلې په جېو کشمير کې فعاليت کاوه او همدلته يې د خپلو نورو تروريستي فعاليتونو په څنګ کې ځوانان خپلې ډلې سره يو ځای کېدو ته هڅول.

د راپورونو له مخې د جېش محمد ډلې له همدې ځايه په هند او پاکستان اړونده علاقو کې د پېښو په رامنځ ته کولو امنيت له ګواښ سره مخ کړی و.

رسنيو د پوليسو په حواله ويلي چې د ترهګرو د يادې ډلې د مشر له وژل کېدو سره به په هغو سیمو کې ارامي راشي، چې دغې ډلې پکې امن ضد کارونه ترسره کول.

د ترهګرو د يادې ډلې مشر په جېو کشمير کې د هند د ځانګړو ځواکونو به عملياتو کې وژل شوی

د هند د عامه نظم ارګانونو د خبر له مخې عمر خالد د پاکستان اوسېدونکی و، چې په دې وروستيو درې کلونو کې یې د جېو کشمېر په علاقو کې فعاليت درلود او د نورو جنګي فعاليتونو سره په څنګ کې يې خپلې ډلې ( جېش محمد ) ته ځوانان وربلل.

د پاکستان اوسېدونکی او د ترهګرې ډلې مشر عمر خالد داسې مهال په کشمير کې وژل کېږي، چې په دې موده کې پاکستان تر بل هر وخت زيات د ترهګرۍ د ملاتړ او ترهګرو ډلو ته د خوندي پټنځايونو ورکولو له کبله د نړۍ تر فشار لاندې دی.

عمر خالد د جېش محمد ډلې سيمه ايز مشر و، د معلوماتو له مخې د دې ډلې عمومي مشر چې مسعود ازهر نومېږي د پاکستان پنجاب صوبې اوسېدونکی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: