د پاکستان په لاهور ښار کې یوې پاکستانۍ نجلۍ له یوه چینایي سړي سره واده وکړ چې پاکستانی رسنیو د سي پیک پروژې د لومړي واده په نامه یاد کړی دی.
د دغې جوړې د واده عکسونه په ټولنیزو او رسمي رسنیو په پراخه کچه خپاره شوي دي چې یو شمېر خلکو د شرم وړ ګڼلي دي.
پاکستانیان خپل هېواد د اسلام په نامه جوړ ګڼي په داسې حال کې چې د چین حکومت خواوشا یوه میاشت مخکې په خپل هېواد کې له ګڼ شمېر مسلمانانو نه د قران کریم نسخې ټولې کړې، په ږیرو یې بندیز لګولی او په ډېرو سیمو کې خلک روژې نیولو ته هم نه پرېږدي.
ویل کیږي چې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې د چین حکومت مسلمانان دې ته اړ کړل چې ووایي، خدای روزي نه ورکوي بلکې د چین کمونست حکومت او موجود نظام روزي ورکوي.
دا لا معلومه نه ده چې چینایي سړی مسلمان دی که نه، خو د رسنیو د راپورونو له مخې د چین له خوا په پاکستان کې د تر پلان لاندې پروژې یا سي پیک هرکلی د جماعت اسلامي په شمول د دغه هېواد ټولو مذهبي او سیاسي ګوندونو کړی دی.
کارپوهان وایي، چې جماعت اسلامي او د فضل الرحمان او سمیع الحق په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ډلې د خپلو مدرسو له لارې احساساتي افغان ځوانان په افغانستان کې جنګ ته هڅوي، خو په خپل نېږدې چاپيريال کې په دغسې کړنو ړانده دي.