جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / د ټرمپ له پرېکړې وروسته د تل ابیب او انکرې اړیکې په خرابېدو دي

د ټرمپ له پرېکړې وروسته د تل ابیب او انکرې اړیکې په خرابېدو دي

د امریکا د ولسمشر له خوا د اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس له منلو وروسته د تل ابیب او انکرې ترمنځ اړیکي مخ په خرابېدو دي. د دواړو هېوادونو مشرانو د یکشنبه یو بل ته ترخې څرګندونې وکړې.

په استانبول کې غونډې ته د وینا پر مهال د ترکیې ولسمشر د واشنګټن د دغه یو لوریزې او جنجالي پرېکړې خلاف د مبارزې خبره وکړه. رجب طیب اردوغان اسراییل هم ترهګر هېوواد وباله او د ماشومانو په وژلو یې تورن کړل.

ښاغلي اردوغان د بیت المقدس موضوع د مسلمانانو لپاره سره کرښه وبلله او خبرداری یې ور کړ چې له امله یې کېدای شي له اسراییلو سره خپل ډيپلوماټيک اړیکي پرې کړي.

د ترکیې او اسراییل ترمنځ ډيپلوماټیک اړیکي د نهه تنو ترکي فعالانو له وژل کېدو وروسته تر شپږو کلونو پورې پرې و خو تېرکال د دواړو هېوادونو ترمنځ بیرته اړیکي پیل شوي.

د ترکیې د ولسمشر له څرګندونو څو ګړۍ وروسته د اسراییل لومړي وزیر ویلي د ترکیې ولسمشر له دې څرګندونو سره پر اسراییلو برید وکړ.

نوموړي رجب طیب اردوغاند ترهګرو په ملاتړ تورن کړ.

بن یمین نتن یاهو وویل وویل د داسې مشر وینا ته به غوږ نشي چې د کوردستان پر کلیو بمونه غورځوي.

“زه د داسې سړي د سپارښتونو اورېدلو عادت نه لرم چې خبریالان بندیانوي، له ایران سره مرسته کوي چې نړیوال بندیزونه له ځان لرې کړي او له ترهګرو سره مرسته کوي چې بې ګنا خلک ووژني”.

تر دې وړاندې هغه ویلي وو فلسطینیان باید دا حقیقت ومني چې بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه ده څو په دې توګه د سولې په برخه کې پرمختګ وشي.

د نوموړي په وینا بیت المقدس له تېرو دریو زرو کلونو راهیسې د اسراییلو پلازمېنه ده او هېڅکله د نورو خلکو پلازمېنه نه وه.

“د اسراییلو پلازمېنه له بیت المقدس پرته بل کوم ځای دی؟ زموږ پارلمان چیرته دی، زموږ ستره محکمه چیرته ده، د لومړي وزیر دفتر چیرته دی، د ولسمشر دفتر چیرته دی، په بریشبا یا اشدود کې نه دي”.

د ښاغلي نتن یاهو په خبره، بیت المقدس تل د اسراییل پلازمېنه وه او هېڅکله هم د نورو خلکو پلازمېنه نه وه:

“زه فکر کوم هرڅومره ژر چې فلسطینیان دا حقیقت ومني هماغومره ژر به موږ د سولې په لور ګام واخلو”.

د اسراییلو لومړي وزیر دغه څرګندونې په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې له بیت المقدس سره د یهودانو د زرګونو کلونو تړاو نه منل بې منطقه کار دی.

همدې خبرې غوندې ته د فرانسې ولسمشر هم وویل چې د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ سوله امریکا نه بلکې په خپله فلسطیني او اسراییلي مشران کولی شي.

“زما په ګومان له دغه حالت نه چې له تېرو څو لسیزو راهیسې په کې ایسار یو د وتلو یوازینۍ لاره دا ده چې سوله وشي او سوله یوازې د ښکیلو خواوو له لورې شونې ده”.

ایمانویل مکرون وویل، له لومړي وزیر نتنیاهو سره بشپړ موافق دی چې وايي سولې ته باید یو چانس ورکړل شي.

“ما ده ته وویل چې سولې ته یو چانس ورکړي او فلسطینیانو ته د سولې لاس وړاندې کړي”.

د هغه په خبره، سوله د امریکا په لاسه کې نه ده، سوله د دواړو خواوو د مشرانو په لاس کې ده چې یو چانس باید ورکړي.

د بیت المقدس په تړاو د امریکا له پرېکړې وروسته د اسراییل او فلسطنیانو ترنځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوټیرېش وايي د ټرمپ د ادارې له خوا بیت المقدس د اسراییل د پلازمېنې په توګه منل د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د سولې هڅې له ګواښ سره مخامخوي.

په همدې حال کې د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پېنس یوه ویاند پر فلسطيني چارواکو نیوکه کړې او ویلې یې دی دا یوه بدمرغي ده چې د فلسطینیانو مشر محمود عباس له ښاغلي پېنس سره سیمې ته د ده د سفر پرمهال له لیدلو انکار کړی دی.

دغه راز په مصر کې هم مخکښو عیسوي او مسلمانو عالمانو له ښاغلي پنس سره خپلې تنظیم شوې خبرې د بیت المقدس په هکله د ولسمشر ترمپ د پرېکړې پرضد د احتجاج په توګه لغوی کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: