پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / د ټرمپ له ګوتڅنډنې وروسته په قبايلي سيمو څلورمه حمله

د ټرمپ له ګوتڅنډنې وروسته په قبايلي سيمو څلورمه حمله

د دوشنبې په ماښام د قبايلي سيمې کرمې ايجنسۍ علاقه کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د وژل شوو مشکوک وسله والو شمېره د ۲۰ نه اوښتی ده.

سرچينې وايي د امريکايي بې پليوټه بريد کې د حقاني شبکې د وسله والو يو مرکز باندې شپږ توغندي لګېدلي او د دوو قوماندانانو، ابوبکر او سنګين ولي په ګډون

پکې د ۲۰ نه زيات مشکوک وسله وال وژل شوي.

حمله دقیقاً په هغه سیمه کې شوې چې تېره اوونۍ امریکايي – کاناډايي جوړه له ۵ کاله برمته توبه وروسته خوشي شوه.

د کورمې ایجنسۍ اړوند د مرکزي حکومت استازي بصیر خان وزیر وویل، څلور بې پېلوټه الوتکو د دوشنبې په ورځ پولې ته نژدې د طالبانو پر پټنځایونو ۶ توغندي وویشتل.

رویټرز ته د طالبانو یوه غړي د نوم د نه افشا کېدو په شرط ویلي «په څو خټینو کورونو، چې مجاهدینو ورڅخه کار اخیست، بې پېلوټه الوتکو ۶ میزاییل وویشتل، دوه یې پر هدف ولګېدل.»

دغه طالب ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو مهم کسان شامل نه دي، خو یوه بل طالب وویل چې د دوی قوماندانان وژل شوي دي.

شاهدانو ویلي چې د بې پېلوټه الوتکو غږ یې واورېد او ژر یې دوړې ولېدې چې په اسمان کې خپرې شوې.

د سیمې یوه اوسېدونکي ګلاب شېر وویل چې ډېر ځلې په سرحدي سیمو بې پېلوټه الوتکې ویني خو دا لومړی ځل و چې په یو وار څلور بې پېلوټه الوتکې ښکاره شوې او حمله یې وکړه.

دا له کله چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړې ده، پر پاکستان د بې پېلوټه الوتکو څلورمه حمله ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *