دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د پارلمان وکيلان په پېژندګلوئ باور رايې ورکوي
????????????????????????????????????

د پارلمان وکيلان په پېژندګلوئ باور رايې ورکوي

د کانونو وزارت سرپرسته وزیره وایي که له ولسي جرګې د باور رایه واخلي وزارت کې به هر اړخیز جدي مدیرت رامنځ ته کړي.

نوموړي وايي د وزارت د سرپرستې په توګه يې څلور مياشتې کېږي او په دې موده کې وکيلانو سره په ليدنو کتنو بوخته ده.

د کانونو وزارت سرپرسته وزیره نرګس نهان وایي افغان ټولنه کې د ښځو پر وړاندې ننګونې ډیرې دي او د لوړې څوکۍ لپاره پرې ډیر باور نه کیږي.

شاوخوا څلور میاشتې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ۳۸ کلنه نرګس نهان د کانونو وزارت لپاره د سرپرستې په توګه وټاکله. هغې وويل، افغان حکومت پریکړه کړې چې د وزارتونو سرپرست وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره ور وپېژني: (نژدې څلور میاشتې کیږي چې وزارت ته راغلې یم نو همدومره وخت کې مې د ولسي جرګې غړو سره لیده کاته پیل شوي ځکه ما پخوا د پارلمان له غړو سره هیڅ نه پیژندل نو کورونو ته یې ورغلم چې د ځان په اړه خپل معلومات ورکړم.)

نرګس نهان په کابل کې زیږدلې، خو بیا له کورنۍ سره پاکستان ته کډواله شوې، هلته یې په اداري برخه کې د ماسترۍ تر کچې زدکړې کړي.

د مالیې وزرات او کابل پوهنتون په ګډون یې د افغانستان په بېلابېلو ادارو کې نژدې ۱۵ کاله کار کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: