پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د پاکستاني پوځ په راکټي بريد کې يوه مېرمن وژل شوې

د پاکستاني پوځ په راکټي بريد کې يوه مېرمن وژل شوې

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي د اچین په ولسوالۍ کې د پاکستانيو پوځیانو په راکټي بريد کې یوه افغان مېرمن وژلې شوې ده. نوموړي وویل تېره ورځ شاوخوا دولس بجې د پاکستان له اړخه یوه فایر شوې راکټ مرمۍ د عبدالخیلو په سیمه کې پر یوه کور ولګېدله، چې له امله یې مېرمن ووژل شوه. نوموړي ددې تر مخه ویلي وه چې د پاکستان له اړخه د پنجشنبې په شپه د اچین او نازیان پر ولسوالیو تر سل زیات راکټونه، هاوانونو او د توپونو مرمۍ ولګېدلې چې له امله یې هیڅ چاته زیان نه دی اوښتی. باید وویل شي چې درې ورځې وړاندي د پاکستان د پوځ ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وه چې د افغانستان له لوري په ویشتل شوي راکټ ددوی یو پوځي سرتیری ووژل شو. دا په داسې حال کې ده چې چې تېره اونۍ د پاکستاني پوځ مشر کابل ته راغلی وو او ولسمشر اشرف غني سره یې په ملاقات کې هغه ته د هر رنګه همکارۍ ډاډ ورکړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *