پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / بلوچستان / د پاکستان امنيتي ادارې د خلکو په ساتنه کې پاتې راغلي

د پاکستان امنيتي ادارې د خلکو په ساتنه کې پاتې راغلي

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي په داسې حال کې چې چارواکي په پاکستان کې د داعش موجودیت نه مني کوټه کې پر کلیسا د پروني برید پړه داعش ډلې منلې ده. په دې بريد کې لږ ترلږه نهه کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوی دي.

ورځپاڼه وايي د داعش ډلې تازه بريد په پاکستان کې د مذهبي لږکیو په ځانګړې توګه عیسویانو د امنیت په اړه اندېښې زېږولي دي.دغې ډلې څو ځلې په بلوچستان کې د بریدونو مسوولیت اخیستی دی.

نیویارک ټایمز د یوه عیسوي سیاسي او ټولنیز فعال (شموان الفرډ ګیل) له قوله لیکي، د پاکستان امنیتي ادارې د خلکو او په ځانګړې توګه د مذهبي لږکیو په امنیت ساتلو کې پاتې راغلې دي.

ښاغلي ګیل ویلي له چارواکو نه یې غوښتنه کړې وه چې د ډسمبر په میاشت کې چې د عیسویانو لپاره د کریسمس له امله ځانګړی اهمیت لري د کلیساوو امنیت ونیسي خو په وینا یې چې په دې چاره کې پاتې راغلل.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د پاکستان ۱۹۸ میلیونه نفوس دوه سلنه وګړي عیسویان دي چې په دغه هېواد کې تر ډېره څنګ ته کړای شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: