پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / اقتصاد / د پاکستان دولتي هوايي شرکت ته څلور میلیارده زيان اوښتی

د پاکستان دولتي هوايي شرکت ته څلور میلیارده زيان اوښتی

پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد دولتي هوايي شرکت ته هره ورځ مالي زیان اوړي. د هوايي چلند لپاره د پاکستاني لومړي وزیر سلاکار سردار مهتاب عباسي ویلي، ناسمه اداره او ناسمې اداري پرېکړې د د دې لامل شوې چې د پاکستان دولتي هوايي شرکت پي ای اې ‘ هره ورځ مالي زیان وویني او په دې توګه دغه شرکت تېرو څه باندې ۱۰ کلونو کې له څلور ملیاردو ډالرو ډېر مالي زیان کړی دی.

ښاغلي عباسي هیله مندي څرګنده کړه، چې پي ای اې به له سرچینو نه له سمې ګټې اخیستنې سره وکولای شي خپلې ستونزې هوارې کړي. د پاکستان هوايي شرکت د مالي زیان مخنیوي لړ کې داسې هم ویل شوي و، چې ښايي دغه شرکت امریکا ته مستقیمې الوتنې بندې کړي.

ویل کېږي امریکا ته مخامخ الوتنو کې دغه شرکت ته هر کال نژدې ۱۲ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

بل لور ته د پي ای اې ویاند ویلي د روان کال تر پایه به امریکا ته مستقیمې الوتنې دوام وکړي او له هغه وروسته به په دې اړه پرېکړه کېږي.د پاکستان بین المللي هوايي شرکت ۱۹۴۶ کال کې تاسیس شو او اوس ویل کېږي، چې ۲۲ کورنیو او ۲۸ نړیوالو هوايي ډګرونو ته الوتنې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: