دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / د پاکستان له مرستې پرته افغانستان ته سوله نه شي راتللی پاکستانی چارواکې

د پاکستان له مرستې پرته افغانستان ته سوله نه شي راتللی پاکستانی چارواکې

د پاکستان له مرستې پرته په افغانستان کې سوله نه شي راتلی او ثبات نه شي ټينګېدلی. د پاکستان په پارلمان کې د چین-پاکستان د اقتصادي کمېټې مشر سناتور سید مشاهد حسین وايي، په افغانستان کې روانې جګړې یوازې د خبرو له لارې پای ته رسېدلی شي. اسوشټيډ پرېس د مشاهد حسن له خولې لیکلي، چې پاکستان په افغانستان کې د مذاکراتو پلوی دی ځکه دلته روان بحران یوازې خبرې حل کولی شي او نظامي اقدامات به جګړه لا اوږده کړي. نوموړي همدا راز د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز په اړه د امریکا ددفاع وزیر څرګندونې غندلې دي او وايي، چې د چین پروژه د پاکستان لپاره د خدای رحمت دی. د مشاهد حسین په وینا، چین داسې مهال په پاکستان کې د میلیاردونو ډالرو پانګونې ته زړه ښه کړ، چې هېچا نه غوښتل په دغه هېواد کې پانګونه وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې هېڅوک ددغه سترې پروژې په مخ کې نه شي درېدلی. مشاهد حسین تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه څرګندونې کړې دي. هغه تر دې وړاندې ویلي وو، تر هغه چې په کشمير کې ثبات را نه شي او د کشمیر مسئله حل نه شي د افغانستان مسئله به هم حل نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: