یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / قبايل / د پاکستان لومړی وزیر: په افغانستان کې د هند فعالیتونو او قوي رول اندېښمن کړي یو

د پاکستان لومړی وزیر: په افغانستان کې د هند فعالیتونو او قوي رول اندېښمن کړي یو

پاکستان وايي د افغانستان په مسئله کې د ټرمپ له لوري هند ته د ډېر رول ورکولو اندېښمن کړي دي. د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د ټرمپ له مرستیال مایک پنس سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د امریکا له لوري هند ته د افغانستان په مسئله کې د ډېر رول ورکولو اندېښمن کړي دي. نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې د ټرمپ په څرګندونو کې پر اسلام اباد ټول لګول شوي تورونه بې بنسټه دي او اسلام اباد یې ردوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینه جنجوعه هم ویلي، چې دواړو لورو په افغانستان کې د هند د رول په اړه خبرې کړې دي. د نوموړې په وینا پاکستان اندېښنه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د هند د فعالیت ډېرېدل او لا فعال کېدل د پاکستان په زیان دي. تر دې وړاندې بیا افغان چارواکو له دې ډلې په پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخیلوال په افغانستان کې د هند د رول په اړه د پاکستان اندېښنه بې ځایه بللې وه. د زاخیلوال په وینا افغانستان یو خپلواک هېواد دی او کولی شي له ډېرو هېوادونو سره ښې او نږدې اړیکې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *