دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / قبايل / “د پاکستان پارلمان یواځې ژړا فریاد کولی شي”

“د پاکستان پارلمان یواځې ژړا فریاد کولی شي”

د پاکستان پارلماني غړو په هېواد کې په زور د بې درکه شوو خلکو په موندلو کې ځانونه بې وسه ښودلي دي.

د بلوڅ ملت پاله نېشنل گوند فعال او د بشري حقونو د کمیټۍ غړي مېر کبير رسنيو ته وېلې چې دوی د بې درکه شوو کسانو یو نوملړ حکومت ته ورکړی، خو تر اوسه يې هېڅ پايله نه ده څرګنده شوې.

هغه اوویل ” پارلېمان بې وسه دی یواځې ژړا فریاد کولی شي”

د پاکستان په سېنټ کې د بشري حقونو د کمېټۍ مشره سېنېټر نسرېن جلیل هم وايي ” خبر نه يو چې پاکستان کې څوک دا خلک په زوره اوچتوي”

هغې زیاته کړه د ریاست پوليس د بې درکه کسانود خپلوانو شکاېتونه هم نه اوري.

په پاکستان کې بلوڅ ملت پاله گوندونه، پښتونخوا او قبايلی سيمو کې ځينې ډلې او کورنۍ داسې تورونه لگوي چې دولتي او پوځي ادارې ناراضه شخصيتونه او فعالين په زور اوچتوي او پرې په پټو ځایونو کې تشدد کوي.

د پاکستان حکومت په خپله د بې درکو  خلکو شمېر 2700 ښودلی، خو د بې درکه شوو کسانو د حقونو لپاره کار کونکي سازمان د بلوڅ ميسينگ فرسنز مشر ماما قدير یواځې په بلوچستان کې د بې درکه کسانو شمېر د 30000 زره څخه زیات ښايي.

تېره ورځ په دې حقله د ېوې قضيې د اورېدنې پر مهال د پاکستان ستر عدالت د حکومت نه تپوس وکړو چې په هېواد کې د خلکو سره زور زیاتی ولې کیږي؟

عدالت ويلي وو ځينې ادارې په زور خلک د خپلو کورونو څخه اوچتوي او په پټ ځایونو کې پرې تشدد کوي.

د رپورټونو او څېړونکو په حواله د پاکستان د پوځ ادارې د خلکو په بې ورکولو کې ککړې دي او پارلمان ته هېڅ ځواب نه ورکوي.

تېره اوونۍ د پاکستان په سینیټ کې د دفاعي چارو دقائمه کمیټۍ غړي سنېټر فرحت الله بابر د پوځي افسرانو د چلند پر ضد د خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړې وه.

ښاغلي بابر ويلي وو د پوځ چارواکي دځینو ضروري کاغذونو سره پارلمان ته بلل شوي وو‌، خو دپوځي مرکز نه پارلمان ته ځواب لاړو چې تاسو پوځي مرکز ته راشئ.

پاکستان کې د خلقو په زور د اوچتولو پېښې د پخواني پوځي مشر جنرل پروېز مشرف په وخت کې شروع شوې وې.

د پاکستان حکومت او پوځ په هېواد کښې د زرگونو په شمېره کې د خلکود بې درکه کولو او په دې کې د پوځ د استخباراتې ادارو د ککړتېا څخه انکار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: