پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / قبايل / د پاکستان پر یوه حکومتي ودانۍ د وسله والو ډلییز برید

د پاکستان پر یوه حکومتي ودانۍ د وسله والو ډلییز برید

د پاکستان په پیښور کې یو شمېر وسله والو نن سهار د حکومت پر یوه ودانۍ ډلییز برید پیل کی.

په پیښور کې امنیتي چارواکي وایي، پیښه د کرهنې په ریاست کې رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یو شمېر کسان تپیان شوي دي.

په همدې حال کې عینې شاهدان وایي، د پوهنتون ودانۍ د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او د بریدګرو د وژلو په خاطر عملیات دوام لري.

د ځایي رسنیو د راپورنو پر بنسټ، د امنیتي ځواکونو او بریدګرو له خوا نښتې لا هم دوام لري.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی او په دې بريد کې د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې کره معلومات هم نه دي ورکړل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: