شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / د پاکستان په سند ایالت کې د ټکر په پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي

د پاکستان په سند ایالت کې د ټکر په پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي

چارواکي وایي، د پاکستان په جنوب کې د یوه میني بس او د ډبرو له سکرو د ډکې یوې لارۍ د مخامخ ټکر په پېښه کې لږترلږه ۲۰ تنه مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

پولیسو وویل، دا پېښه نن دوشنبه د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۲۹ مه د سند ایالت د خیرپور سیمې په یوه لاره کې شوې ده. د رب نواز په نوم د پولیسو یوه افسر وویل، د مړو شمېر ښایي له دې زیات شي، ځکه د یو شمېر ټپیانو وضعیت خطرناک دی.

نواز وویل، لومړنۍ څېړنې ښیي چې دغه پېښه د سهار د لړو له امله په لاره کې د خراب دید له کبله رامنځته شوې ده.

په پاکستان کې د لارو او موټرو د خراب وضعیت او د خونديتوب نورمونو او د ډریورانو له خوا ټرافیکي اصولو ته د نه پاملرنې له امله، اکثره وختونه ټرافیکي پېښې کېږي چې له امله یې په کال کې له ۵ زرو زیات کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: