شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / قبايل / د پاکستان پوځ وايي په کرمه کې د ډرون برید نه دی شوی

د پاکستان پوځ وايي په کرمه کې د ډرون برید نه دی شوی

په تېرو دوو ورځو کې د امريکايي بې پيلوته الوتکو په مسلسلو بريدونو کې د پاکستان سره نامنل شوې پولې ته نېږدې به کرمه کې د حقاني ډلې مرکزونه په نښه شول، چې پکې ګڼو وسله والو او دوی سره تړلو مشرانو ته مرګ ژوبله ورسېده. تر دې پېښو دوه ورځې وروسته پاکستانيو چارواکو هلته د امریکې ډرون حملو بريدونه رد کړل.

پاکستاني چارواکي وايي هلته په تېرو ورځو کې د امریکې لخوا هېڅ هوايي بريد نه دی ترسره شوی. دوی د امريکې هوايي بريدونه داسې وخت رد کړي، چې ځايي خلک وايي کله یې هم په تېرو کلونو کې څلور بې پیلوټه داسې په يو ځای نه وې ليدلې. روڼ اندي د پاکستان دې دريځ ته له بلې زاويې ګوري، دوی وايي پاکستان په یوه خوله خبرې نه کوي.

د امريکا بې پيلوټه الوتکې چې د قبايلي سيمو په ګډون د افغانستان په غرنيو سرحدي ولسواليو کې بريدونه کوي، په تېرو دوو ورځو کې یې کرمه ځکه په نښه کړه چې همدلته نېږدې تېره موده يوه بهرنۍ کورنۍ د وسله والو له منګلو تر پنځو کلونو بند وروسته خوشې کړل شوه.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: