رسنیو سره په خبرو کې د دغه ادارې ویاند سیام الدين پسرلي ویلي پاکستان د اکتوبرپه ۱۷ نېټه د افغانستان په ۱۲۱ سامانونو درې چنده ریګولیټري ډیوټۍ یا عارضي ټیکسونه لګولي چې پکې په تازه میوو هم ټیکسونه لګولی شوي. افغانستان کې د جولايي نه تر نومبر پورې میاشتې د تازه میوو راټولولو موسم ګڼلی کيږي.
د پاکستان او افغانستان د تجارت او صنعت په ګډه چیمبر مرستیال مشر حاجي داروخان ویلي د پاکستان لخوا د افغانستان نه په راتلونکو مالونوباندې د ریګولیټري ډیوټي لګولو څه قسم جواز نه جوړیږي. نوموړي ویلي د دوروستي عارضي ټیکسونو په لګولو پاکستان ته کومه ګټه نه ده رسیدلې.
حاجي داروخان واي نوي ټیکسونه به ددواړه ملکونو ترمنځ تجارت نورهم راکم کړي او زیاتوي دوي به د دواړه ملکونو ترمنځ د تجارت کچه پينځه ارب ډالره ته رسولو هدف ترلاسه نه کړي.
نوموړي د پاکستان دحکومت نه غوښتنه کړي چې د افغانستان نه په راتلونکو مالونو لګولې ریګولیټري ډیوټي بیرته واخلي بلکه په افغان مالونو باندې په ټیکسونو کې هم په غټه کچه کمی راولي. نوموړي ویلي د پاکستان لخوا په افغان مالونوعارضي ټیکس لګلو نېغ په نېغه ګټه به هندوستان ته اورسي چاچې د نوموړي په وینا په افغان مالونو باندې ریګولیټري ډیوټې ختمه کړې.