شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / د پنجاب په تعليمي کتابونو کې پښتون غدار دی

د پنجاب په تعليمي کتابونو کې پښتون غدار دی

د پاکستان تر ټولې واکمنې صوبې پنجاب کې په تعليمي ادارو کې پښتون_ضد درسونو کې پښتون ته د “جاهل” او “غدار” کليمې کارول شوې دي.

پښتانه پوهان او ليکوالان وايي د پاکستان پنجاب ولايت کښې د پښتنو په ضد داسي درسونو له لارې پنجاب د نورو صوبو وګړي غدار ثابتول غواړي.

څېړونکی او پروفېسور خادم حسېن وای پنجاب په لوی لاس داسې بیانیه خوره وي چې د نورو صوبو وګړي په هره چاره کښې شاته پاته ثابت کړي.

تر دې وړاندي یي د ترهګر نوم ورکړی وو او تر هغه له مخه يې په ‌‌‌‌‌‌ډرامو او فلمونو کښې د کم عقله، بېوفا، ناهله او همدا رنګه نورو منفې نومونو او کردارونو باندي پېژندګلو کړې او تازه هڅه یې د غداری ده.’

د پنجاب صوبې د ‌‌‌‌‌‌ډګري کالجونو لپاره د مطالعه پاکستان یو کتاب چې د محمد اکرم په نوم یوه کس لېکلی، کښې وېل شوي چی کال ۱۸۳۰م په لسيزه کښې د سېداحمد برېلوي تحريک مجاهدين ځکه ناکامه شو چې پښتنو ورسره “غداري” وکړه او دا چې “جاهله” پښتنو د سيکهانو له پروپاګند څخه اغېز واخست.

د پاکستان یو بل پښتون تاريخ پوه او د اسلام اباد په قائداعظم پوهنتون کښې استاذ پروفېسور وفار علي شاه وای تحريک مجاهدين د شمالي هندوستان د پټنه او بهار د سيمو تحريک وو او د پښتنو په وطن کښې یې د پښتنو ژوند ته سخت زیان واړه وو نو ځکه پښتانه ځيني بېل شو او په یوه شپه کې یې د سېداحمد برېلوي ۱۲۰۰ ملګري و وژل.

هغه وای برېلوي خفه شوی نه وو بلکه پښتنو ته ټينګ نشو او کشمير ته په تېښته شو او ورسته په کال ۱۸۳۱م کښې ووژل شو.

خادم حسېن وای دا د پنجاب یوه ژوره نفسېاتي بیانیه ده او د لسېزو راهېسې ورباندې کار روان دی خو پښتانه ليکوالان، پوهان او اديبان باید د دې مخ نيوی وکړي.

وقار علي شاه وای پښتانه او نور وګړي د پردېو په لیکل شوي او تپل شوي تاریخ باندي غولول شوي دي او پښتنو ته د دې مخ نیوې پکار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *