سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په فاریاب کې لسګونه وسله وال وژل شوي

په فاریاب کې لسګونه وسله وال وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د فاریاب ولایت په قیصار او غورماچ ولسوالیو کې د طالبانو د پنځو قوماندانانو په ګډون، لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه وزارت نن دوشنبه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ولسوالیو کې په تصفیوي عملیاتو او هوایي بریدونو کې، د ۵۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبره کړې.

د خبرپاڼې له مخې، په وژل شویو کې د طالبانو پنځه مشهور قوماندانان، ملا حکیم، ملا گلبدین، ملا عبدالخالق، ملا ولي او ملا رحمت الله شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته تلفات نه دي اوښتي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: