یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د پوليسو په کمين کې شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پوليسو په کمين کې شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

پکتیا امنیه قومندانۍ رسنیز دفتر وايي د زرمت ولسوالۍ اړوند د پولیسو په کمین کې څلور تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه تنه یې په مرګوني حالت ټپیان شوي دي.

د سرچينې په وينا پېښه نن یکشنبه سهار مهال د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند نوي کوهي په سیمه کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې د يادې ولسوالۍ پوليس وسله والو ته په کمين کې ناست وو. په دې پېښه کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور په داسې حال کې پاتې شوي چې سخت ژوبل شوي وو.

په نښته کې د پوليسو لاس ته دوه ميله وسله او دوه عرادې موټر سايکلونه هم ورغلي، چې د زرمت ولسوالۍ ته وړل شوي دي.

د پکتیا امنیه قومندانۍ سرپرست او امنیت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي د زرمت ولسوالۍ د پولیسو ستاينه وکړه او له دوی يې مننه وکړه چې د بريدونو کولو نه وړاندې یې وسله وال له منځه وړي دي.

بل خوا د وسله والو کومې ډلې د پکتيا د زرمت ولسوالۍ د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *