د افغانستان د پکتيکا ولسونو د يو لاریون په ترڅ کې په ډيورنډ کرښه د پاکستان له لوري د اغزن سيم په لګولو نيوکې وکړې او هم يې په تذکرو کې د “اسلام” او “افغان” کلمو د ليکلو ننګه وکړه. دغه لاريون د پکتيکا ولايت له مرکزه پيل او د يوسف او خيرکوټ ولسواليو ته وغځېد چې د زرګونو خلکو پر ګډون سربېره، د سلګونو موټرو له خوا چې د افغانستان بيرغونه ورباندې لګېدلي وو، بدرګه کېده.
د دې لاريون يوه ترتيبوونکي مشر يعقوب خان منظور وويل، پاکستان په دې وروستيو کې په سرحدي ولايتونو په ځانګړي ډول د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په سيمه کې اغزن سيمونه او کټارې جوړوي چې په وړاندې يې د افغان دولت چوپتيا دوی اندېښمن کړي دي.
هغه زياته کړه، که دولت نه شي کولای د دې ولايت سلګونو ځوانانو له خپلی خاوري د دفاع په موخه له دوى سره نومونه ثبت کړي او ولسونه مجبوريږي چې نور په خپله د خپل ځان او خاورې ساتنه وکړي.
لاريون کوونکو يو پرېکړه ليک هم صادر کړ چې په هغه کې نورو مادو تر څنګ لراغلي وو، افغان دولت دې د پاکستانيو مليشو د اغزن سيم او کټارو لګولو مخه ونيسي او يا دې هم دوی ته اجازه ورکړي چې مخه يې ونيسي.