سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / د پېښور ټرافيکي پوليس له ريکشو جنګي انځورونه ورانوي

د پېښور ټرافيکي پوليس له ريکشو جنګي انځورونه ورانوي

په خيبر پښتونخوا پيښور کې ټرافيکي پوليس رکشو او د مسافر وړونکو موټرو نه د جنګ جګړو فلمي تصويرونه لرې کوي. بل خوا خلک وايي تر دې وړاندې د واقعي ترهګرو د ځالو ورانول مهم عمل ګڼل کېږي، چې بايد پاکستاني لوړ مقامات يې ترسره کړي.

دپېښور ټرافيکي پوليسو له تېرې ورځې دغه کمپاين شروع کړی او هدف دا دی چې په ريکشو او مسافر وړوونکو موټرو هغه جنګي او فلمي عکسونه وران کړل شي چې خلک او په ځانګړي ډول نوي نسلونه تاو تريخوالي ته هڅوي.

په دې کمپاين کې د خيبر پښتونخوا ټرافيکي پوليس د هيواد په مختلفو سړکونو باندې د ريکشو او مسافر وړوونکو موټرو نه په لاس د جوړو تشددي انځورونو په لرې کولو بوخت دي.

ولسي خلکو د پېښور د پوليسو دغه ګام ستايلی، خو وړانديز يې کړی، چې پاکستاني لوړ مقامات دې د ترهګرۍ د واقعي جرړو په ويستلو تمرکز وکړي، دوی وايي تشدد ته هڅوونکي انځورونه پکار ده چې وران کړل شي، مګر تر دې زيات د ترهګرو د ځالو ورانول مهم کار ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *