د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې سیمه ییز حکومتي چارواکي وایي، د ځانمرګي برید د ترسره کولو په موخه روزل شوی یوه تنکی ۱۳ کلن ځوان د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولایت په هسکه مینه ولسوالۍ کې پولیسو د پلټنو پر مهال د وقار په نوم هغه دیارلس کلن ماشوم نیولی، چې د داعش وسله والې ډلې له لورې د ځآنمرګي برید په موخه روزل شوی وو.
خبرپاڼه زیاتوي، یاد ماشوم چې د چپرهار ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی، په تر لاسه شوې روزنه اعتراف کوي او د مګړۍ ترې نورې پوښتنې جریان لري .
دا لومړی ځل نه ده چې یوه تنکی ځوان د امنیتي ځواکونو له خوا د ځانمرګي برید په تړاو نیول کیږي.
له دې وړاندې هم ګڼ شمېر ځوانان چې د وسله والو له خوا د ځانمرګي بریدونو او نورو ترهګریز فعالیتونو لپاره په دندو ګمارل شوي وو، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.