یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / قبايل / د چترال د وړۍ جوړ شالونه په سيمه کې ځانګړی مقام لري

د چترال د وړۍ جوړ شالونه په سيمه کې ځانګړی مقام لري

د يخنۍ موسم له شروع کيدو سره سم د چترال په لاسو جوړو کلتوري جامو، پکولونو، واسکټو او چوغو په خرڅ او استمال کې زیاتولی راځي. د چترال دغه کلتوري ګرمې جامې او نور لباس د ګډو د وړۍ نه تیارولی شي او دغه وړۍ ته په عام توګه چترالۍ پټۍ هم وئیلي کیږي. چترالۍ پټۍ په دغه سیمه کې د یو صعنت درجه لري.
د چترال زنانه په خپل کور کې د بچو پالنې او نور کار سره د ګډو وړۍ وينځي او بيا ترې په لاسو تار جوړوي د کومې وروسته ترې چې په روایتې کډو دغه تار په پټو کې بدلولی شي. د پټي سازولو مرحلي ورسته درزيان د دې نه پټو، چترالي پکولونه، چوغي، واسکټي او د زنانو لپاره په خصوصي ډول شوغه جوړول کيږي۔ د چترال په لاسو جوړ کړي شوي د وړۍ دا کلتوري بيلا بيل څيزونه نه صرف په پاکستان کې بلکه ټولي نړۍ کې مشهورتيا لري او دا چي چترال ته راتلونکي سيلانيان د دې لبلسونو په اغوستو کې ډيره خوښي ښکاره کوي.د ملتان نه راغلي صهيب مختيار نومي کس وايي چي په خصوصي توګه د خپلې کورنۍ لپاره چترالي ګرمو جامو اخیستو د پاره راغلی دی. هغه زياته کړه۔‘‘ مونږ دلته د چترال ټوپو، شالونو او چوغو اخستلو لپاره راغلي یو، زه ځان ته هم اخلم او د خپلې کورنۍ لپاره هم۔ د دې ځای په لاسو جوړ کړي شوي د وړي سامان ډير زبردست، ښايسته او معياري وي، ځکه مونږ دلته سودا کووو۔‘‘شاهي بازار د چترال کلتوري کوټونو، چوغو او نور سامان لوی مارکيټ دی، دلته د ملک مختلفو برخو او د باهر هيوادونه نه راتلونکي سيلګرو  ګڼه ګوڼه ليدل کېږي او د خپلي خوښي سودا کوي۔د چترال دې کاروبار سره تړلي خلک د حکومت نه ډېر ګله مند دي. دوی وايي حکومت دې صنعت ته هېڅ پاملرنه نه کوي او دوی اوس هم په پخوانيو روايتي لارو چارو دغه صنعت مخته وړي.دوی وایي په چترال کې د دې کسب او هنر سره تړلو خلکو سره مرسته وشي او د چترال د لاسي صنايعو په برخه کې دې اسانتياوې رامنځ ته شي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: