شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / د ډرمپ لېونۍ پرېکړه به ټوله نړۍ کې شخړو ته لمن ووهي

د ډرمپ لېونۍ پرېکړه به ټوله نړۍ کې شخړو ته لمن ووهي

په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بیت المقدس په هکله د پریکړې په اړه تند غبرګون وښود. ولسمشر ټرمپ تیره ورځ وویل چې اوس بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنې په توګه رسماً مني او د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته يې لارښونه وکړه چې د یاد هېواد سفارت له تل ابیب نه بیت المقدس ته انتقال کړي.

هغه وویل که دواړه لوري اسراییل او فلسطینیان یې ومني، امریکا به د دوو دولتونو د جوړیدو ملاتړ وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې لیکلي چې دوی ډله د بیت المقدس په هکله د امریکا ولسمشر پرېکړه په کلکو ټکو غندي. هغه خبرداری ورکړ چې دا پریکړه به په ټوله نړۍ او خصوصا په منځني ختیځ کي د شخړو اور ته لمن ووهي.

نوموړی په ټولو اسلامي هیوادونو او مسلمانو ملتو غږ کوي چې له بیت المقدس څخه خپل حمایت اعلان کړي او د فلسطین د مظلوم ولس د مشروع مبارزي ملا تړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د فلسطیني ولسمشر محمود عباس له دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې دا به د سیمې لپاره ‘خطرناکې پایلې ‘ ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: