پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کابل د تېرې شپې قربانیان خاورو ته ورسپارل شول

د کابل د تېرې شپې قربانیان خاورو ته ورسپارل شول

په کابل کې د تېرې شپې د برید د قربانیانو کورنیو او خپلوانو چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، نن شنبه د خپلو عزیزانو مړي خاورو ته وسپارل. د افغانستان پلازمېنه کابل او ولایتونه په تېرو پنځو ورځو کې د بېلابېلو بریدونو شاهد وو چې څه باندې ۲۰۰ کسان پکې وژل شوي دي. په کابل کې د نن ورځې په مراسمو کې یوه ګډونوال حسن پور وویل چې د تېرې شپې برید ډېر خونړی او ویرجن و نوموړي وویل:دولت موظف دی چې د امکان تر حده د خپلو هېوادوالو امنیت په هر حالت کې خوندي کړي، دغه پېښه ډېره دردوونکې وه.” د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تاییدوي چې د کابل د تېر ماښام د برید د قربیانیانو شمېر ډېر شوی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: