پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د کابل د څرخي پله په زندان کې د حزب اسلامي یو مهم غړی وژل شوی

د کابل د څرخي پله په زندان کې د حزب اسلامي یو مهم غړی وژل شوی

د راپورنو له مخې، د کابل په څرخي زندان کې د اسلامي حزب اړوند یوه زنداني د شخړې له امله وژل شوی.د حزب اسلامي د فرهنګي چارو ریاست له دفتر څخه په خپره شوې بیانيه کې راغلي دي، چې  کابل د پلچرخي په زندان کې د مولوي محمد وزیر په نوم د حزب اسلامي یو متعهد زنداني، چې د هلمند اصلي اوسېدونکی دی؛ د يو بل زنداني لخوا د چړو په وسيله په شهادت رسېدلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي: ( مولوي محمد وزیر د عبدالغفور زوی چې د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسیدونکی دی، تېره ورځ د پلچرخی زندان په دریم بلاک کې د يو بل زنداني لخوا په چاقو ګانو ووهل شو، چې په ټپي حالت کې روغتون ته ولېږدول شو او نن سهار يې په روغتون کی ساه ورکړه).

د خبرپاڼې په وینا نوموړی د حزب اسلامي یو متعهد، ستر داعي، پوه، متقي او یو صابر شخص و، چې نوم يې د حزب اسلامي د بندیانو په هغه لیست کې هم شامل و، چې حکومت سره يې په اړه د خوشې کولو خبرې روانې وې.

ويل کيږي چې په دغه پېښه کې د محبس ساتونکو او مسؤلينو د مقابل لوري ملاتړ کړی دی او په نتيجه کې يې يو شمېر نور زندانيان هم ټپيان شوي  دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *