شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کابل په یوه جومات کې ځانمرګي بريد ګڼ کسان وژلي

د کابل په یوه جومات کې ځانمرګي بريد ګڼ کسان وژلي

افغان چارواکي وايي، د پلازمېنې کابل په یوه جومات کې نن (جمعې د تلې ۲۸) ځانمرګی برید شوی. عیني شاهدان وايي، چاودنه د کابل لوېدېځ ته د دشت برچي سیمې په امام زمان جومات کې شوې ده.

ځايي پولیسو رسنیو ته ویلي لومړي معلومات ښيي، چې دا یو ځانمرګی برید و، چې د جومات په دننه کې شوی دی.

عنیي شاهدانو ویلي د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د یوه لوړ پوړي افغان امنیتي چارواکي له قوله ویل شوي دي، چې د پېښې په ځای کې لږ تر لږه ۳۰ جسدونه لیدل شوي دي. دم ګړۍ د تلفاتو کره معلومات نه دي ورکړل شوي. د پېښې پړه هم تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

د دې نه وړاندې هم په یو شمېر جوماتونو کې پر لمونځ کوونکو ځانمګري بريدونه شوي چې ګڼو لمونځ کوونکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. په ولسي کچه دغه ډول بريدونه چې اسلامي مقدساتو ته پکې زيان رسېږي، سخت غندل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: