د کلیفورنیا عامه روغتیا ادارې له ملفون یا موبایل ټلېفون د خپرېدونکو راډیويي څپو له انرژۍ د ځان ساتلو لپاره لارښود خپور کړی دی. که څه هم ساینسپوهان د ملفون له کارولو پر پیدا کېدونکي زیان یوه خوله نه دي، خو څېړنه وايي، چې ډېر وخت یې کارول او ډېر کارول یې روغتیا ته زیان رسوي.
د کلیفورنیا د روغتیا ادارې مشر ډاکټر کیرن سمېت هم وايي، د ملفون ډېر کارول روغتیا زیانمنوي:
“د ملفون له زیان ماشومان او لویان بچېدلی شي، خو که هغوی یې جیب کې نه کېږدي او د شپې یې د خوب پر مهال یې له بسترې لرې کېږدي”.
د کلیفورنیا د ټول روغتیا برخې په خبره، کله چې ملفون له مټې( ستنې یا پایې) انتن ترلاسه کوي، یا زېګنال لېږي، نو د راډیي څپو انرژي خپروي، چې د انسان روغتیا ته زیان لري.
د نورو هېوادونو په څېر امریکا کې هم ملفون کارول په چټکۍ زیاتېږي.
امریکا کې ۹۵ سلنه خلک ملفون لري او ۱۲ سلنه امریکایان د اینټرنېټ کارولو لپاره موبایل کاروي.
پر دې سربېره امریکا کې د ملفون لرلو منځنی عمر ۱۰ کاله دی.
د یوې شمېرې له مخې ډېری ځوانان ټوله ورځ موبایل له ځان سره ساتي او د ویدېدو پر مهال هم ور سره نږدې اېښی وي.
ډاکټر سمېت وايي، د ماشومانو د یاد او ذهن وده په ځواني کې وي، خو د ملفون ډېر کارول پرې بد اغېز کوي.
“میندو پلرونو ته پکار دي چې خپلو بچیانو ته د ملفون د ډېر نه کارولو سپارښت وکړي او د شپې ملفون بند کړي”.
د کلیفورنیا روغتیا اداره څو احتیاطي تدابیر وړاندیزوي، چې له مخې یې ملفون کارن د رادیويي څپو له انرژۍ بچېدلی شي.

- ۱ . ملفون له ځان لرې کېږدئ.
- ۲ . کله چې زینګنال کمزوری وي ملفون کم وکاروئ.
- ۳ . پر ملفون اډیو یا ویډیو خپرول کم کړئ یا لوی فایلونه کښته او پورته(اپلوډ او ډاونلوډ) نه کړئ.
- ۴ . د شپې ملفون له خپلې بسترې لرې کېږدئ.
- ۵ . کله چې پر ملفون خبرې نه کوئ، له ځان یې لرې کړئ.