یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / د کلیو پراختیا او بیا رغونې ادارې له لوري د ۴۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د څلور نیم کیلو متره سړک او د سړک دواړو لورې د ویالو جوړونې چارې پیل شوې .

د کلیو پراختیا او بیا رغونې ادارې له لوري د ۴۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د څلور نیم کیلو متره سړک او د سړک دواړو لورې د ویالو جوړونې چارې پیل شوې .

ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کلیو پراختیا او بیا رغونې ادارې له لوري د ۴۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د څلور نیم کیلو متره سړک او د سړک دواړو لورې د ویالو جوړونې چارې پیل شوې .
سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یادې پروژې د پیل پر مهال وویل، د کلیو پراختیا او بیارغونې او مالیې وزارتونو د پرمختیایي بودیجې څخه د ۴۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د خوشکنبد، چوک باني او ریګي سیمو کې د څلور نیم کیلو متره په اوږد والې او څلور نیم متره په سور سره د کنګریټي سړک او دواړو خواو ته یې د ویالو جوړونې چارې پیل شوې .
هغه زیاته کړه، له یاد سړک څخه به اووه نیم زره کورنۍ د تګ راتګ پر مهال ګټه واخلي،چې چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې د دوو کلیوالي شوراګانو له لورې بشپړې شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: