جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کونړ چپې درې ولسوالۍ کې واورې ښویېدو ۸ کسان وژلي

د کونړ چپې درې ولسوالۍ کې واورې ښویېدو ۸ کسان وژلي

دافغانستان د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ په بهادر کلي کې د واورې ښویېدو له امله ۸ کسان مړه شوي دي.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت نن جمعه رسنيو ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال رامنځته شوې ده.

ښاغلي همت زیاته کړ چې په مړه شویو کسانو کې ښځې ماشومان او د پاخه عمر خلک شامل دي.

د ژمي د بارانونو او واورو په شروع کېدو سره د افغانستان په ډېرو غريزو سیمو کې ورته پېښې رامنځ ته کېږي او هر کال د لسګونه کسانو ژوند اخلي.

په دغسې حالاتو کې ځايي خلک په حکومت نيوکه کوي، چې زيان منو خلکو ته خپل خدمتونه نه شي رسولی، خلک وايي حکومت ته معلومه ده چې هر کال په همدې موسم کې د واورو او بارانونو له امله پېښې رامنځ ته کېږي، مګر تياری ورته نه نيول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: