دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / قبايل / د کوټې د پوليسو عمومي قومندان په ځانمرګي بريد کې وژل شوی

د کوټې د پوليسو عمومي قومندان په ځانمرګي بريد کې وژل شوی

د بلوچستان مرکز کوټې ښار کې د پوليسو عمومي قومندان جنرال حامد شکيل په يوه ځانوژونکې حمله کې وژل شوی دی. راپورونه وايي په دې حمله کې د پوليس افسر او د هغه موټر چلوونکي او ساتونکي د وژنې ترڅنګ درې پوليس او عام خلک ژوبل شوي دي.

د بلوچستان حکومتي سرچينې وايي، چې د پولیسو دغه لوړپوړی قومندان کوټې ښار کې له خپل کوره د وتلو په حال کې و، چې دحملې ښکار شو.

د چارواکو په وينا قومندان شکيل په چاودنه کې له خپلو دريو ساتونکو سره مرګونی ټپي شوی و، چې پوځي روغتون «سي ايم ايچ» ته پر لارې يې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

د بلوچستان اعلی وزير ثناءالله زهري رسنيو ته وويل، چې پېښه له کوټې ښار څخه څوارلس کيلومټره لرې چمن هاوسينګ سکيم ښارګوټي کې شوې ده.

له پېښې وروسته سيمه د پوليسو له لوري کلابنده شوې ده.

تېره مياشت هم کوټې ښار کې پر امنيتي ځواکونو چاودنې شپږ کمانډو پوځيان وژلي او ۲۲ نور يې ټپيان کړي وو. د دغه بريد مسوولیت د پاکستاني طالبانو د تحريک وياند محمدخراساني منلی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *