دوشنبه , نوومبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د کوکنارو د کر کيلې زیاتې ځمکې د طالبانو لاس لاندې دي

د کوکنارو د کر کيلې زیاتې ځمکې د طالبانو لاس لاندې دي

دا وخت افغانستان په ګرده نړۍ کې تر ټولو زيات اپيم توليدوونکی هيواد دی. د خبرونو له مخې په کومو ځمکو چې زيات کوکنار کرل کېږي دا وخت د دې ځمکو ډېره برخه د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده. د يوې نوې سروې له مخې د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د اپیمو په پيداور کې تر ۶۳ سلنه پورې زياتوالی راغلی دی.

د امریکايي پوځ د اټکل له مخې طالبان د خپلو عملياتو دپاره د ۶۰ فيصدو نه زياتې مالي مرستې يا فنډونه د غېرقانونه نشه يي توکو د کر او توليد څخه ترلاسه کوي.

راپورونه وايي امريکا د نشه يي توکو د مخنيوي دپاره افغانستان کې د کال ۲۰۰۲م نه تراوسه پورې په ميلنونو ډالره مصرف کړي، خو د کوکنارو پېدا وار د کمېدو په ځای زيات شوی دی.

د تېر کال په پرتله سږ کال يواځې لس ولايتونه داسې دي چې هلته کوکنار نه دي کرل شوي تېر کال ۱۳ ولايتونه د کوکنارو نه پاک پاتې وو.

افغانستان کې تر ټولو زيات کوکنار، اپيم په جنوبي هلمند ولايت کې کرل کيږي، چرته چې ویل کيږي په ۱۴ ولسواليو کې نهه د طالبانو په لاس کې دي او هلته راپورونه وايي د کوکنارو په کر کې ۷۹ فيصده زياتوالی راغلی دی.

افغانستان کې د بيا رغونې د چارو امريکايي ځانګړي چارواکي جنرال جان سوپکو د روانې مياشتې په سر کې د کانګرس يوې غونډې ته ويلي و، چې په دغه هېواد کې د غېر قانونه نشه يي توکو د مخنيوي ناکامي په امريکايي تګ لاره او امنيتي نشتوالي پرېوځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: