شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د کټاس راج مندر نه د هندو مذهب بتان ولې ورک دي؟

د کټاس راج مندر نه د هندو مذهب بتان ولې ورک دي؟

د پاکستان سپريم کورټ د پنجاب د حکومت نه پوښتنه کړې چې د کټاس راج مندر نه د هندو مذهب بتان ولې ورک دي؟.

د سپريم کورټ درې کسيزه بېنچ چې مشري يي چيف جسټس يا مشر قاضي ميا ثاقب نثار کوله، د کټاس راج مندر په اړه د يوې مقدمې د اورېدو په وخت ويلي د ګردې نړۍ نه د هندو مذهب منونکي دغې مندرونو له چکوال ته ورځي او چې دغه مندرونو کې مورتيانې يا د هندو مذهب د لرغونې آثار او بتان نه وي نو د پاکستان په اړه به څه فکرکوي؟

چيف جسټس د پنجاب دحکومت نه يوه بله پوښتنه هم اوکړه چې د چکوال ددغې مندرونو په غاړه د کټاس ډنډ ولې وچ شوې؟

د پنجاب صوبې په چکوال کې د کټاس راج په نامه يو شمېر مندرونه دي چې د يو بل سره په نرېيو لارو تړل شوي او ګېر چاپېره ترې يو ډنډ دی چې ورته د کټاس ډنډ وايي.

د هندو مذهب منوونکي د کټاس ډنډ مقدس ګڼي او په دې عقيده دي چې دغه ډنډ د شيوا بګوان د اوښکو نه جوړ شوی و د هندو مذهب منوونکو ترمخه شيوا د خپلې ښځې د مړېنې وروسته د اوښکو سېلابونه توي کړي وو.

دغه مندرونه د پېړيو زوړ تاريخ لري او د پاکستان د جوړېدو نه ډېر پخوا راهسې د هندو مذهب منوونکو سپېڅلی ځاد دی.

په دغه سيمه کې د سيمټو په کارخانو تورونه دي چې د کټاس د ډنډ نه يي اوبه راکښلي دي.

عدالت د پنجاب حکومت او د نزدې سيمټو فېکټريانو نه غوښتنه کړې ده چې په يوه هفته کې دننه دې د کټاس وچ شوی ډنډ بيرته له اوبو ډک کړي.

په پاکستان کې اکثر اقليتي ډلې د خپلو مذهبي ځايونو د تحفظ لپاره د حکومت نه غوښتنې کوي او رپورټونه وايي اقليتونه وخت په وخت د مذهب دسپکاوي په تورونو کې هم زورول کيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: