یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / د ګوتو نښې ستاسې په اړه څه وايي؟

د ګوتو نښې ستاسې په اړه څه وايي؟

د برتانیا شفیلډ پوهنتون کې ساینسپوهانو داسې تکنالوژي موندلې، چې یوازې د ګوتو نښو له لیدو سره د یوه کس په هکله تفصیلي معلومات تر لاسه کېدای شي.

د نوې ټکنالوژۍ له مخې د ګوتو نښانونو کیمیاوي ارزونه کېږي او دې سره د یوه کس په هکله خورا تفصیلي معلومات تر لاسه کېدای شي.

ساينسپوهان وايي، د هر چا د ګوتو له نښانونو به دغه تکنالوژي معلوموي چې دغه کس مخدره موادو یا وینې یا ته ګوتې وروړې که نه.

ساینسپوهان وايي هغه چا چې د ګوتو نښانونو ارزونه یې کېږي که کنډوم ته یې لاس وروړی وي، د سر پر وېښتو یې کوم ډول جیلي لګولې وي، نوې تکنالوژۍ به دا هم معلومه کړي، چې دغه شیان د کوم برانډ وو.

د ګوتو له نښانونو به دا هم معلومېږي، چې اړوند کس نارینه دی، که ښځینه او ان د شرابو استعمال په هکله به یې هم معلومات تر لاسه کېږي.

د برتانیا کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، ډېر ژر به د دغې تکنالوژۍ پر مټ تر لاسه شوي معلومات محکمو کې د ثبوت په توګه وړاندې کوي.

د شفیلډ پوهنتون ساینسپوهان اوسمهاله د برتانوي پولیسو په مرسته پر دغې نوې تکنالوژۍ تحربې کوي.

د څېړنیزې پروژې مشره ډاکټر سیمونا وايي د ددغې تکنالوژۍ پر مټ یې پر یوه ۳۰ کاله پخواني کاغذ د وینو خالونه موندل شوي، چې ښيي دغه تکنالوژۍ پخوانیو قضیو کې هم مرسته کولای شي.

نوموړې وايي: ”زما هیله دا ده، چې د جنسي تېري او قتلونو غوندې ناوړه پېښو قضیو کې له دغې تکنالوژۍ ګټه واخیستل شي، دا ګران بیه او عصري تکنالوژي ده، خو مهمو قضیو کې به ډېره مرستندویه وي. ”نوموړې وايي د ګوتو نښانونه اصلاً د انسان خوله وي او د خولې کیمیاوي ارزونه ډېر معلومات په لاس درکوي. د دغې پروژې کارکوونکي هیله من دي، چې راتلونکو څو میاشتو کې به د دغې تکنالوژۍ د هغو ټولو اړخونو په تړاو معلومات څرګند شي، چې محکمو کې یې په اړه پوښتنې راپورته کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: