سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / د (ګوګلي) بال ماسټر او لیګ سپینر راشد خان ارمان د پاکستان سوپر لیګ کرکټ سیالیو په ۳ پړاو کې ګډون کوي

د (ګوګلي) بال ماسټر او لیګ سپینر راشد خان ارمان د پاکستان سوپر لیګ کرکټ سیالیو په ۳ پړاو کې ګډون کوي

د پاکستان کرکټ بورډ چارواکي وايي، د څینو نورو بهرنیو کرکټ لوبغاړ ترڅنګ به د افغان ټیم نامتو لوبغاړی راشد خان هم په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې د پاکستان سوپر لیګ PSL کرکټ سیالیو په درېیم پړاو کې برخه واخلي.

د دغه کرکټ بورډ مشر نجم سیټهي پر خپلې ټویټر پاڼې په یوه پېغام کې په دغوسیالیو کې د راشد خان د لوبېدو پخلی کړی او وايي:

“پر راشد خان سربېره به د کرکټ د نړۍ نومیالي لوببغاړي لکهجي پي ډومیني، کریس لین، مایکل جانسن، اینجلیو میتهیوز او ایوین لیویس به هم د پاکستان سوپر لیګ ۲۰۱۸ برخه شي.”

د پاکستان سوپر لیګ ۲۰ اوریزې لوبې په ۲۰۱۵مېلادي کال کې پيل شوي او ټاکل شوې ده چې په ۲۰۱۸مېلادي کال کې یې درېم پړاو ترسره شي.

که څه هم د دغه لیګ کې په لومړیو دوو پړاونو کې پنځو لوبډلو: اسلام اباد یوناېټډ، کراچۍ کینګز، لاهور قلندرز، پېښور زلمي او کویټه ګلیډیټرز برخه لرله، خو د کرکټ بورډ چارواکي وايي چې ددغه لیګ په درېیم پړاو کې به د ملتان سلطانز په نوم یو بل ټیم هم زیات شي چې ورسره به د لوبېدونکو ټیمونو شمېر ۶ ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: