جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / د ګډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د جماعت الاحرار وسلوالې ډلې (۷) تنه وژل شوي دي

د ګډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د جماعت الاحرار وسلوالې ډلې (۷) تنه وژل شوي دي

تېره شپه ناوخته د مومندو او خیبر ایجنسۍ سره د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د جماعت الاحرار ډلې اوه تنه جنیګالي وژل شوي دي د پولې پورې غاړې يې تخریبي کړنې ترسره کولې ویل کېږي چې پدغه عملیاتو کې یې یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي دي  

عیني شاهدانو په وینا په دغه عملیانو کې يې د یادې ډلې مهم غړي عادل پاچا،محمد حارث،عبدالرحمن،قاري سعید او قاري امجد چې د ګندهاب سیمې اړوند وو او همدارنګه نظیر شامي د مومندو ایجنسۍ د دویزو سیمي او امجد په غرڅني مهشور چې د جنوبي پښتنوخوا د بنو سیمي اړوند دی وژل شوي.

د یادو کسانو په تړاو ځینو سرچینو په ډاګه کړې چې عادل باچا د پاکستان پوځ ته کلیدی رول درلود د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې  د پاکستان د عامه اړیکو ادارې( ای ایس پي ار) یې د وژلو ادعا کړي وه، خو د جماعت الاحرار ډلي رد کړې وه.

د یادې ترهګرې ډلې بل تن چې حارث نومیږي او د خیبر ایجنسۍ د ملاګوري سیمې مشر وو په یاده سیمه کې یې تخریبي کړونو کې تورن وو.

د سیمه ایزو سرچینو په وینا افغان ځانګړو ځواکونو چې هوایي ځواکونو یې ملتیا کوله  تر سهاره یې د یادې ډلې پټنځایونو باندې بریدونه ترسره کړل.

د یادونې وړ ده افغان ځانګړو ځواکونو په ۲۰۱۴ کال کې هم په جماعت الاحرار ډلې ورته بریدونه تر سره کړي وو چې په پایله کې د جماعت الاحرار ډلې مشر عمر خالد خراسانی په ګډون شپږویشت کسان ټپیان شوی وو او پنځه ویشت نور ووژل شوی وو دغه راز د  روان کال د اګسټ میاشت کې د جماعت الاحرار ډلې نظامي قومندان جهادیار محسود  د بی پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شو چې له بریده روغ ووتو خو د نوموړي یو ساتونکی چې د جنوبي وزیرستان پورې یې تړاو لرلو وژل شوی وو

د ټولنیزو چارو کارپوه په وینا افغان حکومت او پوځ یې د افغان طالبانو په پرتله پاکستاني طالبان په نښه کوي چې د مومندو ایجنسۍ په سرحدي سیمو کې د څلویښت ورځو راهیسي پوځي عملیات روان دي چې د طالبانو د کلک مقاومت او د سیمې څخه د تېښتی له امله يې افغان ځواکونه په وژلو کې پاتې راغلي دي

پاکستاني مقامات پر افغان حکومت تور لګوي چې دوي د پاکستانی طالبانو سره مرسته کوي په داسی حال کې چی افغان ځواکونو تر اوسه په پاکستاني  طالبانو لسګونه بریدونه ترسره کړي دي چې په پایله کې یې ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې د ټولنیزو چارو کارپوه په وینا داسې ادعاوې د پاکستان پوځ پوچ پروپاګنډ دی چې د مطبوعاتو پر مټ یې کوي.

تر دې وړاندې د روان کال په اګسټ میاشت کې د افغان ګډو ځواکونو په بریدونو کې د جماعت الاحرا ډلې په کډوالو کورنیو باندې شپني عملیات ترسره کړی وو چې په پایله کې یې د  دری افغانانو په کډون یو پاکستانی ترهګر چی جعفر مشهور په امیر خاتم چی د مومند ایجنسی پورې يې تړاو لرو وژل شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: