سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / د ۱۶.۶ میلیونو افغانیو په ارزښت په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د نیالګیو د فارم د جوړولو تړون لاسلیک شو

د ۱۶.۶ میلیونو افغانیو په ارزښت په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د نیالګیو د فارم د جوړولو تړون لاسلیک شو

 

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اړوند سیمه د وردګو د لوړو زده کړو د موسسې تر څېرمه د نیالګیو قوریه د ۱۶.۶ میلیونو افغانیو په ارزښت چې  په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي، نن دوشنبه د میدان وردګو والي، د رغانیز شرکت رئيس او د کرنې او اوبو لګورو د رئيس  ترمنځ د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې تړون لاسلیک شو.

د دغه فارم د رغاولو په چارو کې، په اساسي ډول د دوه خونو لرونکې ودانۍ، د ژورې څاه کېندل، په اساسي ډول د سپتیک څاه رغاول، د ۱۰۰ جریبه ځمکې د احاطې دیوال، د لس جریبه ځمکې هوارول، د فارم لپاره د اړینو توکو برابرول او د دفتر تجهیزات په کې شامل دي.

له دغه فارم څخه موخه، د میوو نیونکو ځنګلي او زینیتي نیالګیو روزنه، تولید او تکثیر. د میوه نیونکو نیالګیو د نویو ډولونو معرفي او په هغو باندې توافقي څېړنې. د بزګرانو او پوهنتون د محصلینو لپاره د عملي زده کړو د اسانتیاوو برابرول، دي.

د میدان وردګو والي الحاج انجنیر ځنډي ګل زماني د اړوند فارم د قرارداد د لاسلیکولو په غونډه کې و ویل: «د دې ډول فارمونو ارزښت خورا زیات دی ځکه چې د میدان وردګو ولایت کې د مڼو کور دی او له دې لارې مونږ کولای شوو چې ټول هېواد ته اصلاح شوي نیالګي وړاندې کړو او د دې ترڅنګ د پوهنتون  د زدکړیالانو لپاره د عملي زده کړې زمینه برابروي او د سیمې یو شمېر اوسیدونکو په کار بوختوي او د ځنګلونو، باغونو د ودې او پراختیا لامل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *