پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / راتلونکی کال د تحمیلي جنګ پر وړاندې د افغان ځواکونو تګلاره بدلېږي

راتلونکی کال د تحمیلي جنګ پر وړاندې د افغان ځواکونو تګلاره بدلېږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په راتلونکی کال به د تحمیلي جنګ پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تګلاره کې بدلون راشي. ولسمشر غني د افغانستان د څارنوالانو  په پنځم سراسري کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې زموږ اساسي موخه د ثبات ټینګښت دی او موږ د تحمیل شوي جنګ پر وړاندې قرار لرو چې باید له خپل ځانه دفاع وکړو.

نوموړی زیاته کړه، چې  راتلونکی کال به زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شي. ولسمشر غني په همدې حال کې ټینګا وکړ، چې  د عدالت ټینګښت د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانئ هومره د اهمیت وړ دی، ځکه هغوی په خپلو وینو او تاسې د خپل قلم په وسیله عدالت تامینوئ.

د ولسمشر غني په وینا،  خلک له بې قانونۍ څخه تنګ شوي او په عدلي او قضايي دستګاه کې د رامنځته شویو اصلاحاتو له امله خلک  د دې ارګانونو هراړخیز ملاتړ ته چمتو دي.

هغه زیاته کړه، چې زه د عدلي او قضايي ارګانونو په چارو کې مداخله نه کوم او هیچاته هم د مداخلې اجازه نه ورکوم. هغه وويل د غېر مسوولو وسلوالو فعالیتونه د منلو نه دي، ګواښ ته به په ګواښ سره ځواب ورکوو.

ولسمشر غني څرګنده کړه، دا لیدلوری چې هرڅوک ډېره وسله لري، زیات قوت لري باید له منځه ولاړ شي او قانون د هېواد په ټولو اتباعو په مساوي ډول تطبیق شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *