راشد ارمان د هند په (ایپيایل) سیالیو کې پخپله کمالي توپ اچونه خپل لوبډلمشر ډیویډ وارنر متاثره کړی دی. افغان لوبغاړي راشد خان د اسټرالیا د کرېکټ په غوره لیګ سیالیو، بېګ باش په خپله لومړنۍ سیالۍ کې خپله لوبډله بري ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.
د ده لوبډلې، اېډلایډ سټرایکرز پرون سیډني تندر ته په ۵۳ منډو ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې راشد خان دوه مهم لوبغاړي په یوه اوور کې وسوځول او په خپلو څلورو اورونو کې یې یوازې ۲۲ منډې ورکړې.
نن (شنبه، ډیسمبر ۲۳مه) د دې سیالیو په لړ کې سیدني سېکسرز له پرت او مېلبورن رینېګیډز له برېسبن هیټ سره مخامخېږي.
په (ایپيایل) سیالیو کې د راشد ارمان یو بل همډلی او په بیګ باش سیالیو کې د سیدني سیکسر لوبډلې مشر مایس هنریک هم هیله مندي ښودلې وه چې راشد ارمان خپلې لوبډلې ته جذب او له دوی سره به ښه وځلېږي.
اشد ارمان د (ایپيایل) په سیالیو کې ۶۲.۶ اوسط په لرلو په ۱۴ لوبو کې برخه واخیسته چې ټولټال یې ۱۷ کسان وسوځول.

دغه ۱۸ کلن افغان لوبغاړي چې په (ایپيایل) سیالیو کې یې په ۱۹ منډو د ګوجرات لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول، نو لوبډلمشر ډيویډ وارنر یې ډېره ستاینه وکړه:
“هغه یو ځلېدونکی ستوری دی. هغه د یو ځوان په توګه له موږ سره ډېره مرسته وکړه.”
د استرالیا د شل اوریز یا بیګ باش لیګ به د راشد ارمان په را خپلولو په افغانستان کې هم خپل مینه وال زیات کړي.