دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / روحیت شرما په کرکټ کې نوی ريکارډ جوړ کړ
Rohit Sharma of India celebrates after scoring a century during the 4th One Day International, ODI, between India and Sri Lanka held at the Eden Gardens Stadium, Kolkata, India on the 13th November 2014 Photo by: Pal Pillai/ Sportzpics/ BCCI

روحیت شرما په کرکټ کې نوی ريکارډ جوړ کړ

هندي لوبغاړي روحیت شرما د چهارشنبې په ورځ ( ډسمبر۱۳) په هند کې د سرېلنکا خلاف لوبې کې په درېیم ځل غبرګه سلیزه( ډبل سنچري) وکړه.

هغه ۲۰۸ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده. روحیت شرما لومړنی نړیوال لوبغاړی شو چې په یوې ورځنیو سیالیو کې درې غبرګې سلیزې کوي.

ده خپله لومړنۍ غبرګه سلیزه د ۲۰۱۳ کال د نومبر په درېیمه نیټه له اسټرالیا سره یوې لوبې کې او دویمه یې بیا د ۲۰۱۴ کال د نومبر په ۱۳ د سرېلنکا سره یوې لوبې وکړې. هغه ۲۰۹، ۲۶۴ او ۲۰۸ منډې کړي دي، چې تر ده مخکې بل هېڅ یو نړیوال لوبغاړی دا ریکارډ نلري.

په نړۍ کې تر دې دمه پنځه لوبغاړو د کرکټ په یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو کې غبرګې سلیزې او یا تر هغې زیاتې منډې کړي دي.

د دغو پنځو لوبغاړو له ډلې یې درې هندیان دي.

پر روحیت شرما سربېره د هند دوو نورو پخوانیو لوبغاړو سچن ټنډولکر او ورېندر سیواک هم غبرګې سلیزې کړي دي. سچن ټنډولګر د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په ۲۴ د جنوبي افریقا په خلاف ۲۰۰ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېده. ورېندر سیواک بیا د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په اتمه د ویسټ انډیز خلاف یوې لوبې کې ۲۱۶ منډې وکړې.

پر هندي لوبغاړو سربېره د ویسټ انډیز کریس ګیل او د نیوزلنډ مارتن ګاپټل دوه نورهغه لوبغاړي دي چې د کرکټ په یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو کې یې غبرګې سلیزې کړي دي.

ګریس ګیل د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په ۲۴ د زمبابوې سره یوې لوبې کې ۲۰۱۵ منډې وکړې. مارټن ګاپټل بیا د همدغه کال د مارچ په ۲۱ د ویسټ انډیز خلاف یوې لوبې کې ۲۳۵ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده.

په هرې لوبې کې چې نوی ریکارډ جوړیږي زاړه ریکارډونه ماتوي، شاید د دغو لوبغاړو او په خاص ډول د هند د روحیت شرما ریکارډ هم یوه ورځ مات شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *