پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / روسیې د سوریي پرضد د امریکا بل پرېکړه لیک ویټو کړ

روسیې د سوریي پرضد د امریکا بل پرېکړه لیک ویټو کړ

روسیې د لسم ځل لپاره د سوریې اړوند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ. دا پرېکړه لیک هم په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د ملامت موندلو په هکله د نوې څېړنې لپاره وه.

دا پرېکړه لیک امریکا برابر کړی و او نیت یې درلود چې پر خان شیخون د تېر اپرېل د څلورمې نېټې د برید په تړاو د کیمیاوي وسلو د مخنیوی اداره او د ګډې پلټنې میکانیېزم یا جي ای اېم پلټنې دوام ولري.

په وروستي رپوټ کې چې دې ادارې خپور کړی، د سویې دولت په دغه برید کې پړ پېژندل شوی دی. په هغه برید کې اتیا کسان ووژل شول.

د سوریې حکومت او لوی ملاتړی یې مسکو وايي، چې دا برید حکومتي ځواکونو نه دی کړی.

دوی وايي، بم د کیمیاويي موادو پر دلۍ(انبار) غورځېدلی، چې له امله یې سایرین ګاز خپور شوی دی.

روسیې په داسې مهال د دې ګام مخنیوی وکړ چې له هغه څو ګړۍ مخکې د سپینې ماڼۍ ویاند وویل، د امریکا ولسمشر باوري دی چې د روسیې ولسمشر سره د سوریې په ګډون په ځینې برخو کې همکاري کولی شي.

له رایې مخکې ښاغلي ټرمپ ان په ټوېټر کې ولیکل چې له امنیت شورا یې د پلټنو د دوام لپاره د رایې غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي د دې پرېکړه لیک د ویټو کولو له امله مسکو وغاند

د هغې په خبره، مسکو په دا ډول هڅو سره غواړي د کمیاوي وسلو بریدونه روان وي.

په امنیت شورا کې هر پرېکړه لیک د تصویب لپاره د هو ۹ رایو ته اړتیا لري او یا دا چې امریکا، روسیه، برتانیا، فرانسه او چین ور سره مخالفت ونه کړي یا په بله ژبه دا پنځه هېوادونه یې ویټو نه کړي.

دې پرېکړه لیک ۱۱ هو رایې درلودې، خو د روسیې مخالفت یې د تصویبېدلو خنډ شو.

روسیه پر ۲۰۱۵ کال د پلټنې ګډ میکانېزم پر جوړېدلو سلاه شوه، خو له هغه راهیسې یې په ځلونو د دې ادارې له موندنو سره مخالفت کړی دی.

روسیه وايي، باید دواړه لوري پلټنې وکړي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: