سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / روسیې له سوریې د خپلو ځینې ځواکونو وتل پیل کړل

روسیې له سوریې د خپلو ځینې ځواکونو وتل پیل کړل

د روسیې دفاع وزیر وايي، دغه هېواد له سوریې د خپلو ځینې ځواکونو وتل پیل کړل. سرګي شویګو وايي، دا په وضعیت پورې تړلې چې په څومره وخت کې به د دغه هېواد ځواکونه له سوریې ووځي.

د روسیې ولسمشر د دوشنبې په ورځ ناڅاپه سوریه کې ښکاره شو او له دغه هېواده يې د خپلو ځینې سرتېرو د اېستلو خبره وکړه.

د سوریې په جګړه کې د روسیې ملاتړ د حکومتي ځواکونو په ګټه د جګړې لوری بدل کړ.

ښاغلي پوتیتن تېر کال هم له سوریې د خپلو ځینې سرتېرو د اېستلو خبره کړې وه، خو بیا یې هم په دغه هېواد کې پوځي عملیات روان و.

د روسیې ولسمشر د سوریې لاذقیه بندر ته نږدې په حمیمیم هوايي اډه کې د دغه هېواد له ولسمشر بشار اسد سره هم مخ شو.

د روسیې ریانوویستي خبري اژانس وايي، ښاغلي پوتین وویل: “ما دفاع وزیر او لوی درستیز ته سپارښتم چې خپلو تلپاتې اډو ته د ځینې روسیې ځواکونه ستنول پیل کړي “.

ما پرېکړه کړې چې په سوریه کې پاموړ سرتېري خپل هېواد روسیې ته ستانه شي.

“موږ به هغه قربانانیان او تاوان هېر نه کړو چې له ترهګرۍ سره د جګړې له امله په سوریه یا روسیه کې وشو هېر نه کړو “.

نوموړي بشار اسد ته وویل، روسیه غواړي چې له ایران او ترکیې سره په ګډه په سوریه کې د سولې راوستلو لپاره همکاري وکړي.

ښاغلي پوتین اونۍ وړاندې د سوریې ختیځ ته د فرات سیند پر په اوږدو کې د داعش اړوند وسلوالو د یومخ له منځه وړلو خبره کړې وه.

روسیه د ۲۰۱۵ کال په سپټمبر کې په سوریه کې د بشار اسد د حکومت تر لړزېدلو وروسته د ټیکاو راوستلو په پلمه هوايي عملیاتو ته ودانګل.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *