پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / افغانستان / روس وايي تيار دی چې دافغانستان حکومت سره مرسته وکړي

روس وايي تيار دی چې دافغانستان حکومت سره مرسته وکړي

د روسيې ولسمشر ولاديمير پيوټن ويلي افغانستان کې امنیتي ګواښونه زياتېږي کيږي او روس تيار دی چې د افغانستان د حکومت سره مرسته وکړي.

پيوټن په داسې حال کې د افغانستان په امنيت اندېښنه ښودلې چې په دغه هېواد کې  امريکايي ځواکونو د داعش او طالبانو پرضد هوايي بريدونه پراخه کړي دي.

د روس ولسمشر ويلي روس او امریکا په افغانستان کې همکاري هم کولی شي.

خو بل لور ته امریکايي او افغان چارواکي د وړاندې نه په روس تور لګوي چې د طالبانو ملاتړ کوي خو ماسکو دغه تورونه ردوي.

په افغانستان کې لوړ پوړي امريکايي چارواکي وايي هلته يې په نوې ستراتيژۍ پرمختګ کړی دی.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د ماموریت عملیاتي مسؤل جنرال لنس ویلي دي چې د اسیا د جنوب او افغانستان لپاره د امریکا نوې سټراتيژي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګټه حالات بدل کړي دي.

د روس ولسمشر ويلي ماسکو د واشنګټن سره اړيکې معمول ته راوستل غواړي.

د امریکې د کال ۲۰۱۶م په انتخاباتو کې داسې تورونه دي چې روس پکې لاسوهنه کړې وه او په دغه خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ رامنځته دی.

پيوټن د امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه رد کړې ده او زياته کړې يې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *