پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / قبايل / روس وايي ټرمپ هېره کړې چې په نړۍ کې نور قوتونه هم دي

روس وايي ټرمپ هېره کړې چې په نړۍ کې نور قوتونه هم دي

روس ویلي د خپلې ملي سلامتیه لپاره د امریکايي ولسمشر ټرمپ تگلاره د استعماریت په بنیاد ولاړه ده او هغه د دې خبرې له منلو انکار کوي چې په نړۍ کې گڼ شمیر نور قوتونه هم موجود دي.

د سه شنبې، په ورځ په ماسکو کې د کریملن ترجمان دمتري پیسکو وویل ماسکو د  ټرمپ ددې خبرې سره اتفاق نه لري چې روس د امریکې سلامتیه ته خطر راولاړوي.

د امریکې د ملي سلامتیه لپاره ټرمپ د خپل حکومت تگلاره د دوشنبې، په ورځ اعلان کړه. هغه خپله ويتا کې د روس او د چین په اړه د خپل تشویش څرگندونه وکړه او وې ویل دواړه هیوادونه “د امریکې اقدارو، نفوذ او مالي شته منیو” ته مشکلات راولاړوي.

ټرمپ وویل امریکا به پشا کیږي نه “که زمونږ خوښه ده او که نه، مونږ د مقابلې په نوي دور کې ښکیل شوي یو،” ټرمپ وویل. “مونږ دا اعلان کوو چې امریکا به مقابله کوي او امریکا به گټي.”

د چین خارجه وزارت ويلی امریکې ته پکار دي چې د سوړ جنگ ذهنیت دلاسه ورکړي او قصداً دې د چین د ارادو غلط تعبير نه کوي.

 

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: