سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ریکس ټیلرسن:که طالبان له جګړې لاس واخلي په حکومت کې ځای ورته شته دی

ریکس ټیلرسن:که طالبان له جګړې لاس واخلي په حکومت کې ځای ورته شته دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن پرون کابل ته د خپل سفر په لړ کې وویل، فکر کوي چې منځلارې طالبان د خاصو شرایطو پر اساس د افغانستان په حکومت کې برخه لرلی شي. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ټیلرسن ویلي، طالبان باید د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیار شي ځکه چې دوی له پوځي لارې بریالي کېدای نه شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، چې د خبریالانو یوې کوچنۍ ډلې ته خبرې کولې، وویل که دوی تیار وي، چې له جګړو، ترهګرۍ او تشدد لاس واخلي، د سوکاله افغانستان جوړولو ته ژمن شي نو دوی ته په حکومت کې ځای شته دی. ټیلرسن یو وار بیا پاکستان ته خبرداری ورکړ، ویې ویل چې اسلام اباد باید د هغو ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې د پاکستان په خاوره کې پټنځایونه لري. هغه طالبانو ته په خطاب وویل، پوه شی چې جګړه نه شی ګټلی، امریکا له ترهګرۍ سره مبارزې ته ادامه ورکوي او طالبان له پوځي لارې بري ته نه شي رسېدلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: