شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / ریکس ټیلرسن وایي دروهینگیا مسلمانانو نسل وژنه کیږي

ریکس ټیلرسن وایي دروهینگیا مسلمانانو نسل وژنه کیږي

د روهینگیا مسلمانانو نسل وژنه کیږي

د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وایي چېپه میانمار کې د رخاین په صوبې کې د روهینگیا مسلمانانو نسل وژنه کیږي. امریکایي چارواکي په میانمار کې روان وضعیت څاري او په دغه ملک کې د سلگونو کسانو د وژلو او د ٦ لکو کسانو د بې کوره کیدو په هکله تحقیقات کوي. دغه بې کوره شوي کسان گاونډي ملک بنگله دیش ته د پناه لپاره اوښتي دي. دا لومړنی ځل دی چې د امریکا د بهرنو چارو وزارت دغه تشدد ته د نسل وژنې نوم ورکوي. چارواکو خبریالانو ته د وینا په مهال وویل چې نسل وژنه داسې لفظ دی چې د حالاتو سمه تشریح کوي. د امریکا د بهرنو چار وزیر په اعلامیې کې ویلي چې امریکا به د ملگرو ملتونو سره په یو ځایې د میانمار د مسلې د حل لپاره کار وکړي او د امریکا د قوانینو مطابق به چلند وکړي. په دغه اقداماتو کې کیدای شي په میانمار ځینې بندیزونه هم ولگول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: