پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / زرګونه ښوونکي د لومړني ښوونځي ازموینه کې ناکام شوي

زرګونه ښوونکي د لومړني ښوونځي ازموینه کې ناکام شوي

په افریقايي هېواد نایجریا کې زرګونه ښوونکي ځکه له دندو شړل شوي، چې د لومړني ښوونځي ازموینې د پارچې په حل کې پاتې راغلي.

شړل شوي کسان د لومړنیو ښوونځیو ښوونکي وو او امتحاني پارچې شپږ کلنو ماشومان ورته چمتو کړې وې.

د شمالي ایالت والي ناصر الروفي ویلي، له ۲۱ زره او ۷۸۰ ښوونکیو نه یې له درېیو دوې برخې ښوونکي و نه توانېدل د خپلو زدکونکو چمتو شویو پارچو کې ۷۵ سلنه نومرې واخلي.

والي ویلي، د شړل شویو ښوونکیو پر ځای به نوي کسان پر دندو وګوماري. نوموموړي والي د نړیوال بانک له چارواکو سره خبرو کې دغه څرګندونې کړې دي.

 

ښاغلي الروفي یوې ځايي ورځپاڼې ته ویلي: (مخکې ډېری ښوونکي د سیاسي اړیکو پر بنسټ پر دندو ګومارل شوي وو، خو موږ غواړو ځوان لوستي کسان د دوی ځای ونیسي، ځکه موږ غواړو د ایالت ښوونځیو کې د ښوونکیو رښتینی مقام پر ځای شي).

والي دغه راز ویلي د ایالت په ځینو سیمو کې د نهوو ماشومانو لپاره یو ښوونکی شته او په ځینو نورو کې بیا تر ۱۰۰ پورې ماشومان له یوه ښوونکي زده کړې کوي، چې په وینا یې دغه انډول هم باید سم شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *