سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / پښتو ادب / (زه که دا وارې ويده شوم) کتاب شاعر د تل لپاره ويده شو

(زه که دا وارې ويده شوم) کتاب شاعر د تل لپاره ويده شو

دپښتو ژبې وتلی شاعر او نقاد رياض تسنيم د ۴۹ کالو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د کراچۍ په يو شخصي روغتون کې ساه ورکړه.رياض تسنيم د يوې مياشتې نه د زياتې مودې راهسې د کراچۍ په بېلابيلو سرکاري او شخصي روغتونونو کې د درملنې لاندې ؤ او نن د دوشنبې په ورځ يې ساه ورکړه.

ارواښاد د اوږدې مودې نه د تور زيړي په رنځ اخته و.

ټاکل شوې ده نوموړی نن ماسخوتن اووه بجې په کراچۍ کې خاورو ته سپارل کیږي.

تسنيم د خېبرپښتونخوا د چارسده ضلعې سواتو کلي کې زېږېدلی اود ۹۰ د لسیزې د وړومبیو کلونو نه په کراچۍ کې مېشت و.

هغه د پوليس په محکمه کې دنده ترسره کوله.

د هغه نه دوه بچي دایم شاه او عدینه او مېرمن پاتې شوه.

پښتانه شاعران اديبان د رياض تسنيم مړينه د پښتو ادب لپاره زيان ګڼي.

دپښتو ژبې وتلي لیکوال او د اسلامیه کالج پوهنتون دپښتوڅانګې مشر ښاغلي اباسین یوسفزي د ریاض تسنیم مړینه پښتو ادب لپاره یو ستر زیان بللی دی او ویلي یې دي د ریاض تسنیم پشان د لوړ فکر، سوچ او شعور خاوندان په پیړیو کې چرته یو،نیم پیدا کیږي.

ښاغلي اباسین یوسفزي زیاته کړې ده ښاغلي تسنیم په شاعرۍ کې نه یوازې خپل یو ځانګړی سبک لرلو بلکې د جدید غزل شورع هم د ریاض تسنیم دشاعرۍ څخه کیږي.

“هغه چې کوم نوي نوي تشبیهات، استعارې اؤ کنایې په خپله شاعرۍ کې راوړي دي ، دغه ریاض تسنیم په ټولو شاعرانو کې ځتنګړی کوي”

اباسین یوسفزي وویل ریاض تسنیم د یو مترقي فکر لیکوال ؤ او دهغه دفکر عمده محور انسانیت سره مینه وه.

د ریاض تسنیم کتابونه

رياض تسنيم پينځه کتابونه ليکلي وو چې نومونه یې په لاندې ډول دي

دا کوم رنګ مې کشيد کړی (شاعري)، چندڼ (شاعري) زه که دا وارې اوده شوم (شاعري)، د خوشحال انتخاب او رپورتاژ (بېډ نمبر ٢٨ (نثر).

بیډ نمبر ٢٨ هغه څو کاله د مخه د خپلې سختې ناروغۍ په حال کې په روغتون کې لیکلی و.

هغه د کراچۍ په سرکاري جناح روغتون کې يو وارډ کې په بېډ نمبر ۲۸ باندې ٢٨ ورځې بستر و.

د ناروغۍ وروستو يې په دغه رپورتاژ کې د ۲۸ ورځو قيصه په خوندرو انداز کې راټوله کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: