شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / روغتيا / زیات لامبل وېښتانو ته زیان رسوي

زیات لامبل وېښتانو ته زیان رسوي

څېړونکي وایي، زیات لامبل وېښتانو ته زیان رسوي.
د (یوتا) پوهنتون څېړونکو ثابته کړې چې له کچې زیات حمام کول د وېښتانو لپاره د ګټې پر ځای زیان رسوي.
د راپور له مخې، د جینیټیکي علومو دغه مرکز وایي چې زیات لامبل پر پوست د ځینو ګټورو باکتریاوو د له منځه وړو لامل کېږي. دغو څېړونکو پر دوو ډلو کسانو چې یوې یې په اونۍ کې درې ځله او بلې یې په اونۍ کې هره ورځ د خپل سر وېښتان مینځل څېړنه کړې ده. په پایله کې ثابته شوې، هغه کسان چې هره ورځ یې لامبل وېښتان یې کمزوري او د ناروغیو پر وړاندې یې د بدن مقاومت هم کمزوری ښودل شوی دی.
دوی د دغه توپیر اصلي لامل او د بېلا بېلو شامپوګانو کارول ښودلي چې د پوست ګټورې باکتریاوې له منځه وړي او وېښتان ورسره کمزوري کېږي.
زیات لامبل پر پوست د ځینو ګټورو باکتریاوو د له منځه وړو لامل کېږي. دغو څېړونکو پر دوو ډلو کسانو چې یوې یې په اونۍ کې درې ځله او بلې یې په اونۍ کې هره ورځ د خپل سر وېښتان مینځل څېړنه کړې ده. په پایله کې ثابته شوې، هغه کسان چې هره ورځ یې لامبل وېښتان یې کمزوري او د ناروغیو پر وړاندې یې د بدن مقاومت هم کمزوری ښودل شوی دی.
دوی د دغه توپیر اصلي لامل او د بېلا بېلو شامپوګانو کارول ښودلي چې د پوست ګټورې باکتریاوې له منځه وړي او وېښتان ورسره کمزوري کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: