سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / سام غونډه د لاسته راوړنو ډکه وه

سام غونډه د لاسته راوړنو ډکه وه

فغان حکومت د سام یا د افغان حكومت او نړيوالو مرسته كوونكو ترمنځ د حساب وركولو او د دوه اړخيزو ژمنو د ارزولو درېيمه غونډه، چې د پنجشنبې په ورځ په كابل كې جوړه شوې وه، له لاسته راوړنو ډکه بولي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د جمعې په ورځ له رسنیو سره د یادې غونډې د پایلو شریکولو په اړه جوړې شوې ناستې ته وویل، چې د افغان حکومت په مشرۍ په دې غونډه کې د څه باندې ۴۰ مرستندویه هېوادونو استازو ګډون درلود.
حکیمي زياته کړه، دوی د بروکسل په تېره ناسته کې له نړیوالو سره د ۱۵ ژمنو او نړیوالو هم ورسره د نهو ژمنو د عملي کولو خبره کړې وه، چې د ده په وینا، افغان حکومت د راتلونکو ټاکنو ترسره کولو لپاره تیاری، د فساد په وړاندې د مبارزې ستراتېژۍ جوړولو، په مالي او اقتصادي برخو کې د سمون راوستلو، په ادارو کې د ښځو په دندو ګومارلو کې د زیاتوالي، له ښځو سره د تاوتریخوالي په وړاندې د مبارزې لپاره د ځانګړي دیوان رامنځته کولو او د ښځو د حقونو د پیاوړتیا په ګډون له خپله اړخه ټولې ۱۵ ژمنې عملي کړې دي.
خو بلخوا بیا د ماليې وزیر د نړیوالو له لوري د یادو نهو ژمنو له ډلې د یو شمېر هغو له نه عملي کېدو څخه سر وټکاوه.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو هم، چې په یاده ناسته کې یې ګډون درلود، د سام درېیمه غونډه مثبته وبلله او زیاته یې کړه، دا په افغانستان کې ځکه تر ټولو غوره ناسته وه، چې مشري یې پخپله د افغانانو په لاس کې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: