سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / اسلاميات / سترګو ته د ښکله ورکولو لپاره مصنوعی باڼه ایښودل حرام دی

سترګو ته د ښکله ورکولو لپاره مصنوعی باڼه ایښودل حرام دی

بسم الله الرحمن الرحيم

د سترګو د باڼو سره مصنوعي باڼه وصلول حرام دي او د ويښتانو په عام وصلولو کې شامل کوم چې لعنت سبب دي

«لعن رسول الله صلی الله عليه وسلم الواصلة والمستوصلة» (بخاري و مسلم)

ژباړه: رسول الله صلي الله عليه وسلم لعنت ويلای دي پر هغه ښځه چې له خپلو ويښتانو سره نور ويښتان پيوند کوي او همدا شان هغه ښځه چې دغه کار کوي.

د لعنت او نفرت سبب يي دا دی چې دغه کار د دوکې او فریب يو ډول دی او بل لعنت د جرم او ګناه سختوالی دی.

همدارنګه د باڼو د وصل لپاره د نيکل او يو قسم پلاستيکي مادې څخه کار اخيستل کيږي چې د باڼو د پوستکې د التهاب سبب ګرځوي او د باڼو د تويدو سبب کيږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *